IQNA

د سیمې له هیوادونو سره  د اړیکو پراختیا د ایران یو اساسی سیاست دی

6:21 - February 20, 2025
د خبر لمبر: 3490669
ایکنا - د  اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان  پرون  مازدیګر  د قطر له امیر سره په ګډ مطبوعاتی  کنفرانس کې ووئيل،  ددواړو هیوادونو د  چارواکو دوامدارې کتنې  ددواړو هیوادونو  د تاریخي ،کلتوري او اقتصادي  پیاوړو پيوندونو او د هغو نزدو لیدتوګو ښودنه کوي، چې د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو به باب  ددواړو هیوادونو ترمینځ رابرسیره شوي دي.

ایکنایوز د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د ادارې له  قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  له ګاونډيو  او د سیمې له هیوادونو سره په ټولو سیاسی، اقتصادي ، کلتوري ، پوځي او امنیتی زمینو کې  داړیکو پياوړتیا او پراختیا  د ایران  یو اساسی  اوبنیادي سیاست وباله او  ددې خبرې په کولو سره ئې چې  په دې مینځومیانو کې  د قطر ورور او  دوست  هیواد  د م ونږ لپاره ځانګړی ځائيګی لري ،ووئيل؛  د قطر له امیر سره پخپلو مشورو کې  مو   د ملګرتیاؤ د نوو  لارو  د پرانیستو  او د مناسباتو د ژورتیا  لپاره  ښې فیصلې کړي دي .

د  اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان  پرون  مازدیګر  د قطر له امیر سره په ګډ مطبوعاتی  کنفرانس کې ووئيل،  ددواړو هیوادونو د  چارواکو دوامدارې کتنې  ددواړو هیوادونو  د تاریخي ،کلتوري او اقتصادي  پیاوړو پيوندونو او د هغو نزدو لیدتوګو ښودنه کوي، چې د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو به باب  ددواړو هیوادونو ترمینځ رابرسیره شوي دي.

د ایران ولسمشر له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره په ټولو سیاسی، اقتصادي ،کلتوري ، پوځي او امنیتی  زمینو کې  داړیکو پیاوړتیا او پراختیا ، د ایران د اسلامي  جمهوریت  یو اساسی سیاست  وباله او په دې خبرې په کولو سره چې  په دې مینځومیان کې د قطر ورور او دوست هیواد  د مونږ لپاره له یو  مهم ځائيګي  برخمن دی. اسلامی ایران په دې  اند  دی چې د سیمې  هیوادونه  دښه ګاونډیتوب په اساس  او دغه راز په سیمې کې د امنیت اوثبات د ساتلولپاره  رغنده تعامل  او متقابل  احترام په اساس  ګامونه پورته کولی او د ګډې ملګرتیا د یوې  ټولګې د رامینځةکولو  لاره برابرولی شي، ووئيل؛  مونږ د سورئې  د هیواد مځکنۍ بشپړ تیا  او  هلته د حاکمیّت پر ساتلو  او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د سورې د  درستو خلکو  پر مشارکت ټينګار  کوو.

د  اسلامی ایران ولسمشر  همداراز دې خبرې ته په اشارې سره چې  په دغې کتنې کې د غزې تړانګې  د مظلومو خلکو د کړاؤ او  دردونو د کمولو  او دددغو خلکو په ضد دجنایتونو د درولو  او د جنایتکارو اقداماتو د تعقیبولو په لړ کې مو هم ټينګار وکړ، ووئیل؛ مونږ په دې اند یوو  چې  د سیمې او نړۍ درست  ملتونه او حکومتونه ، د الهي  او انساني  ارزښتونو په اساس باید  د فلسطین په تیره بیا پخپل تاریخي ټاټوبی کې  له کرار ژوند څخه په برخمنیدا کې  د غزې تړانګې د  خلکو  د حق ددفاع لپاره  خپلې ټولې  هڅې وکاروي.

https://iqna.ir/fa/news/4267197

captcha